موږ د هنري ژباړې او کمپوټري خپرونو له وسایلو څخه کار اخلو.
ژباړه، ځای پر ځای کول، او ګڼ ژبیزې کمپیوټري خپرونې زموږ د خدمتونو هسته جوړوي.
له ۲۵۰۰۰ کلمو څخه د سترو پروژو لپاره ۱۰٪ تخفیف ترلاسه کړﺉ.
موږ د ژباړنانو په ګومارنه کې د سختو او هراړخیزو شرایطو پروسه لرو.
موږ په افغانستان کې د ژباړې ۴۵٪ بازار په خپله ولکه کې راوستی.
موږ د ISO 9001: 2000 او BS EN 15038 غوښتنو ته ځواب وایو.
زموږ مرکزي دفتر د افغانستان په مرکز کې پروت دی.
افغان ریوریکس ویبپاڼې ته ښه راغلاست، په افغانستان کې ستاسو نژدې ملګرېافغان ریوریکس د ژباړې افغانستان مېشته کمپنۍ ده چې د خپلو مناسبو بیو، لوړ کیفیت او د غوره ژباړو او پراخو کمپیوټري خپرونو له امله له خورا ښه شهرت څخه برخمنه ده. موږ د رسمي او نارسمي مجربو او ازمايليو ژباړونکو په درلودو خپلو پېرونکو ته په هره برخه کې د افغانستان په دوو ژبو(پښتو، دري) او دا راز په اردو ژبه د ژباړې خدمتونه ترسروو. زموږ وړ او حساس ټايپسټان له کارپوهانو او ژبپوهانو سره په ګډه ستاسې غوره او چټک خدمتونه ترسروي. د افغان ریوریکس بنسټ پر کیفیت ولاړ دى، چې د دغې موخې د ترلاسي او د کره، پیاوړو او سیالو خدمتونو د وړاندي کولو لپاره زموږ ډله د کیټ (کمپیوټري ژباړې)، ډي ټي پي (د کمپوټري خپرونو) او ویب ډیزاین پروګرامونو په ګډون په غوره ټیکنالوژۍ سمباله ده. د نورو خدمتونو ترڅنګ افغانيان ستاسې دا کارونه او خدمتونه هم ترسروي: لیکنۍ او ګړنۍ(شفاهي) ژباړې، ګڼ ژبیزې کمپیوټري خپرونې او د ویبپاڼې ځاى پرځايينه. د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه وکړﺉ یا همدا اوس وړیا بیې ترلاسه کړﺉ.
|
||||
|
|
|